افغان هوايي ځواک په فاریاب کې د طالبانو پر یوه مهم مرکز برید وکړ

په فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو یو مهم مرکز د افغانستان د هوايي ځواک د هیلیکوټپرو تر حملې لاندې راغلی.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمدرضارضايي آزادۍ راډیو ته وویل، دا حمله نن سهار د المار ولسوالۍ په قرايي کلي کې د طالبانو پر یوه مرکز وشوه چې د طالبانو اته قوماندانان یې وژلي او یوولس نور یې ټپیان کړي دي.

د رضايي په وینا په وژل شویو کې یو ازبکستانی او په ټپیانو کې د فاریاب لپاره د طالبانو له خوا ټاکل شوی والي، ملاصلاح الدین هم شامل دي. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.