د سپينې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ وايي چې د ولسمشربارک اوباما اداره د ګوانتنامو زندان د خوندي او مسئولانه بندولو د پلان وروستي پړاو ته رسیدلې ده.
دا پلان به تربشپړیدو وروسته، د امریکا کانګرس ته واستول شي.
جاش ارنسټ پرون [چهارشنبه] په واشنګټن کې خبریالانوته وویل چې د پلان د جوړولو کار پيچلی دی خو ډيرمهم پرمختګونه په کې شوي دي.
د ارنسټ په وینا، سپینه ماڼۍ په ګوانتناموکې د پاتې بندیانود حقوقي موقف، د یو شمېربندیانو د لیږدولو او د هغو بندیانو د محاکمې پرجزیاتو کار کوي چې دوسیې یې د امریکا پوځي کمیسون ته استول رسیدلې دي.
جاش ارنسټ وویل چې ولسمشراوباما په خپلو کاري پروګرامونوکې د ګوانتنامو د پوځي زندان بندولو لومړیتوب ورکړی او باورلري چې دا کارد امریکا د ملي امنیت په ګټه دی.
د ګوانتناموپه پوځي زندان کې د القاعده غړي، یو شمېر طالبان او هغه وګړي ساتل کېږي چې له 2002 [میلادي] کال راهیسې د تروریزم په وړاندې په جګړه کې نیول شوي دي.