د قرغیزستان امنیتي ځواکونو په پلازمېنه بیشکیک کې د خاصو عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه، چې ادعا کېږي، تروریستان دي، وژلي او پنځه نور نیولي دي.
د قرغیزستان د ملي امنیت دولتي کمېټې وویل، دا عملیات پرون (پنجشنبه) په پلازمېنه کې وشول.
د قرغیزستان د ملي امنیت د دولتي کمېټې په وینا، نیول شوي او وژل شوي کسان د یوې بې نومه نړیوالې ډلې غړي دي.