د روسيې ولسمشر د بريکس ډلې له مشرانو سره ګوري

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین په اوفا ښار کې د نویو رابرسېره شویو اقتصادي قوتونو بریکس له مشرانو سره ګوري.

د اوفا غونډې ته د اوکراین په بحران کې د دخالت له کبله له انزوا د راوتلو لپاره د مسکو د یوې هڅې په سترګه کتل کېږي.

تمه ده چې د بریکس په سرمشریزه کې به د برازیل، روسیې، هند، چین او جنوبي افریقا مشران د اوکراین په ختیځ کې د جګړې، د یونان د اقتصادي بحران او د اسلامي دولت ډلې یا داعش د ګواښ په ګډون پر بېلابېلو مسایلو بحث وکړي.

د برېکس له غړو سره د مسکو اړیکي وروسته له هغه نژدې شول چې لویدیځ په اوکراین کې د لاسوهنو له کبله بندیزونه پرې ولګول.

د روسیې د بهرنیوچارو وزیر سیرګي لاوروف نن وویل چې د دې ټولنې نورو غړو د روسیې له قلمرو سره د اوکراین د کریمیا ټاپو وزمې د ضمیمه کولو په وړاندې هېڅ مخالفت نه دی کړی.