په عراق کې له اسلامي دولت ډلې سره د تړاو په تور ٢٤ کسان په اعدام محکوم شول

د عراق یوې محکمې نن د اسلامي دولت له ډلې سره په تړاو هغه ۲۴ کسان په اعدام محکوم کړل چې د تیرکال په جون میاشت کې د تکریت ښار په لمنو کې په ډله ییزه توګه د عراق د هوایي ځواکونو تر۱۷۰۰ پورې د غړو پروژلو تورن دي.

د عراق د سترې محکمې د قضایي شورا ویاند عبدالستارالبیرقدر وویل څلورو تورنو ته برات ورکړل شو.

د بغداد د جرایمو د مرکزي محکمې دا لومړنۍ فیصله ده چې د اسلامي دولت د ډلې یا له هغې سره په تړاو د ۶۰۳ سخت دریځو په اړه یې کوي. دوی تورن دي چې دغه عام وژنه یې ترسره کړې ده.

عراقي چارواکي تراوسه پوره د شاوخوا ۶۰۰ کسانو په لټه کې دي چې په دغه عام وژونه کې په لاس لرلو تورن دي.