په عراق کې يولړ بمي حملو لږترلږه ١٩ کسان ووژل او په لسګونو نور ټپيان کړل.
په دوى کې ترټولو خونړۍ حمله د بغداد د لوېديځ په حميل سيمه کې وشوه چې نهه تنه يې ووژل او ٢٤ تنه يې ټپيان کړل. په دې پېښه کې د موټرو څو پلورنځي ويجاړ شول.
تردې مخکې پوليسو ويلي وو چې د بسونو په يوه تمځاى کې په يوه موټر کې د ځاى پرځاى شوي بم چاودنې درې کسان وژلي او ١٥ تنه نور ټپيان کړي دي.
بله چاودنه چې موټربم حمله وه، د بغداد په يوه شيعه مېشته سيمه کې وشوه چې څلورتنه يې ووژل او ١٤ تنه نور ټپيان کړل.
تراوسه چا د دغو حملو مسووليت نه دى منلى، خو په عراق کې وخت ناوخت دغسې حملې د اسلامي دولت ډلې يا داعش له خوا کېږي.