د هرات سیمه ییز چارواکي وايي؛ ناپيژاندو کسانو نن سهار د درېیو نجونو زده کونو په مخ تیزاب پاشلی دی.
د هرات د پوهنې ریاست سرپرست عزیزالرحمن سروري آزادي راډیو ته وویل چې د المهري هروي ښوونځي دا نجونې له کوره د ښوونځي په لور روانې وې چې ناپيژاندو کسانو یې په مخونو تیزاب وشیندل.
د ښاغلي سروري په خبره دا ټپې نجونې اوس وخت د هرات په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دي؛ خو ځينې ډاکټران وايي چې د دوو نجونو روغتیايي حالت نازک دی.
د هرات امنیتي چارواکي وايي چې د دې پيښې د عاملینو د نیولو لپاره یې هڅې پيل کړي دي.