د اروپايي کميسيون مشر يونان ته خبردارى ورکړ

د اروپایي کمیسیون مشر ژین کلاود یونکر د جمعې په ورځ وویل، که چیري یونانیان د بانکي ضمانت په اړه د جولاي د پنځمې ټولپوښتنه کې د نه رایې ورکړې، په دې کار سره به د پور ورکونکو پروړاندي د یونان دریځ کمزوری شي.

د یونان صدراعظم الکسیس سیپراس استدلال کوي، د نه رایي به له یونان سره مرسته وکړې چې له نړیوالو پور ورکوونکو څخه ښه شرطونه تر لاسه کړي.

د یونان الکو انسټیټیوټ په یوې نظرپوښتنه کې نن وښودله چې د یونانیانو په سلو کې ۴۴ اعشاریه ۸ به د هو رایي او په سلو کې ۴۳ اعشاریه ۴ به نه رایې ورکړي.

د یونان د مالیې وزیر نن وویل، له پورورکوونکو سره زیات وکم تړون شویدی او اروپایي چارواکو په روانې اوونۍ کې یونان ته ډیر ښه وړاندیزونه کړیدي.