د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډله وایي، د سوریې پوځ نن په حلب ښار کې د یاغیانو پر سنګرونو هوایي حملې وکړې او هڅه کوي چې په شمال باندې د وسله والو د بشپړ واک ټینګولو تهاجمي حملې په شا وتنبوي.
څارونکي ډله وایي، په حلب کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې نن سهار هم روانې وې.
وسله والو تیره اوونۍ په شمال کې سترې حملې پیل کړې وې او د حلب ښار په ځینو ناحیو کې د حکومتي ځواکونو پر هدفونو یي په سلګونه توغندي ویشتلي وو.
د سوریې پوځې منابع وایي، د وسله والو حمله په شا تنبول شوي او زیاته مرګ ژوبله یي یاغیانو ته اړولې ده.
د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډله وایي، یاغیانو د حلب د ښار په لمنو کې ځینې ودانۍ نیولې، خو پرمختګ یي ستراتیژیکې اهمیت نه لري.
حلب چې د سوریې دوهم ستر ښار دی، د حکومتي ځواکونو او اسلام پالو وسله والو ترمنځ ویشل شوی دی.