د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د هوایي بمباریو او د یمن په دويم ستر ښار عدن کې د جګړو له امله نن ۲۱ کسان مړه او ۸۹ نور ټپیان شول.
پوځي منابع وایي، هوایي ځواک د عدن ښار په شمالي بندر کې د حوثي ځواکونو پر سنګرونو حملې وکړې او شپږ تنه وسله وال په کې ووژل شول.
د ښار په جګړو کې د پخواني جمهور رئیس ابو ربه منصور هادي د ملاتړو اته کسان او ۷ تنه وسله وال وژل شویدي.
پوځي منابع وایي، حوثیانو د عدن په لویدیځ کې تیره شپه یوه پوځي اډه نیولې وه او نن هم د اډې پرشاوخوا جګړې روانې وې.
عینی شاهدان وایي، جنګې الوتکو د عدن په ګاونډې ولایت ابیان او شمالي ولایت حاجیه کې چې له سعودي عربستان سره ګډه پوله لري، بمباري کړې ده.