امانو: له يران سره پر اټومي مسئله زياتو برخې تفاهم شته

د ملګرو ملتونو د اټومې څارنې موسسې رئیس تهران ته له سفر وروسته وویل، دواړه خواوې په ځینوبرخو کې ډیر ښه تفاهم لري، خو د تهران د اټومې پروګرام په اړه د دې موسسې او ایران ترمنځ ناحلو مسلو کې کوم د نظر وړ بری نه دی حاصل شوی.

یوکیا امانو نن په یوه بیان کې وویل، زما په آند، دواړه خواوې د وړاندي تګ لپاره په ځینو لارو ښه تفاهم لري، مګر نور زیات کار ته به هم اړتیا وي.

امانو د ایران په بلنه د پنجشنبې په ورځ تهران ته سفر وکړ، تر څو په ویانا کې د ایران او شپږو طاقتونو ترمنځ د روانو مذاکرو ځینې مسئلې روښانه کړي.

تهران د خپلو پخوانیو اټومې فعالیتونو په اړه په خپلو پوځې تاسیساتو کې د نړیوالې اټومې موسسې پلټنې اجازه نه ورکوي او دا په خبرو کې یو ستر خنډ دی.

امانو تهران ته د سفر پرمهال د ایران له جمهوررئیس حسن روحاني او د ملي امنیت د عالي شورا له مشر علي شامخانې سره هم وکتل.

له بلې خوا، روسیه او چین وایي، ایران او د نړۍ شپږ طاقتونه یوه اټومې تړون ته نږدي شویدي.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف پرون په ویانا کی وویل، ټول اړخونه په دي نظر دي چې دا مسله باید په څو راتلونکو ورځو کې حل شي.

د روسیې دغه جګ پوړي استازي دغه راز وویل، تهران ته د نړیوالې اټومې انرژۍ موسسې د رئیس یوکیا امانو سفر په مذاکرو کې ډیر زیات وضاحت رامنځ ته کړ.

له دي مخکې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ویلي و، ډیر زیات امکان شته چې ایران او د نړۍ شپږ طاقتونه په یوې پراخې معاملې سلا شي.