"حکومت دې هېواد ته د ماشومانو لپاره د پلاسټيکي وسلو د واردولو مخه ونیسي"

په پکتیا کې د ودان افغانستان ګوند له حکومته وغوښتل چې هېواد ته دې د ماشومانو لپاره د پلاسټيکي وسلو د واردولو مخه ونیسي.

د ودان افغانستان ګوند مرکزي دفتر نن په پکتیا کې د (موږ توپک نه غواړو) ترنامه لاندې یو کمپاین پيل کړ.

سیدرحمان نیازی چې د یاد ګوند غړی دی په دغه کمپاین کې له حکومته وغوښتل چې هېواد ته دې د نقلي وسلو واردات بند کړي.

دوی په یوه ننداره کې له دوکانونو پلاستیکي توپکونه واخیستل او مات یې کړل.

د ودان افغانستان ګوند غړو له خلکو وغوښتل چې خپلو اولادونو ته دې د ټوپک پرځای قلم او کتابچه واخلي.

دوی وایي چې په د پکتیا په څېر به په نورو ولایتونو کې هم خپلو کمپاینونو ته دوام ورکړي.