د اروپا مرکزي بانک ویلي، په داسې حال کې د يونان له بانکونو سره بيړنیو مالي مرستو ته دوام ورکوي چې په دې هيواد کې د بانکونو د بندېدو بېره رامنځته شوې ده ځکه چې د اقتصادي بحران د ختمولو لپاره مذاکرات بې پايلي پاتې شول.
د اروپا مرکزي بانک هر ورځ د يونان مرکزي بانک ته بيړنۍ مالي مرستې لیږي چې وروسته د دغه بانک له خوا نورو تجارتي بانکونو ته لېږل کیږی.
يونان خلکو د دې هيواد له بانکونو څخه په تيرو څو اوونيو کې ملياردونه پيسې را ايستلي دي ځکه چې دوی بېره لري حکومت به بانکونه وتړي او دولتي کنترول به نافذ کړي.
له همدې کبله دغه هيواد ونه توانېد د جون تر دېرشمې د پيسو نړيوال صندوق ته د ۱.۶ مليارده ډالرو پور بيرته پرې کړي.
اتن د جولای په پنځمه په دې هيواد کې د ټولپوښتنې غوښتنه کړې ده چې د يونان خلک به پرېکړه کوي چې ايا يونان ته د پور ورکوونکو هيوادونو شرايط مني چې د اقتصادي بحران څخه د ژغورلو په خاطر د يونان لپاره ډېر مهم دي.