مجاهد: د کابل او طالبانو د رسمي خبرو په اړه د پاکستان په هڅو نه يو خبر

افغان چارواکي وایې د کابل او طالبانو ترمنځ د سولي د رسمي خبرو په برخه کې د پاکستان د هڅو په اړه خبر ندي.

د افغانستان د سولي عالي شورا او هم د بهرنیو چارو وزارت وایې چې اسلام آباد تر اوسه پدې اړه له دوی سره اړیکه نده نیولې .

د بهرنیو اړیکو او ملي امنیت په چاروکې د پاکستان د صدراعظم سلاکار ویلي چې اسلام آباد هڅه کوي ډیر ژر د افغان چارواکو سره د طالبانو د ناستي زمینه برابره کړي.

طالبان هم له افغان حکومت سره د رسمي مذاکراتو د پیل احتمال ردوي .

Your browser doesn’t support HTML5

د فريبا ظاهر راپور