د ملګروملتونو څیړونکو په سوریه کې په قصدي ډول د ملکي هدفونو په نښه کول وغندل او وایي چې په دې کار سره له اسمان نه بیرلې بمونه غورځول کیږي، محاصره شوي خلک له لوږې مري او د کړاو غږ یې نه اوریدل کیږي.
پاولو پینیرو چې په سوریه کې د بشري حقونو د وضعیت د څیړونکې کمیسیون مشر دی، نن یې د بشري حقونو شورا ته وویل، په جګړو کې ښکیل اړخونه د ملکیانو د امنیت خیال نه ساتي او داسې ښکاري، دوي پریکړه کړې چې ملکیان له خطر سره مخامخ کړي.
دغه حالت یو داسې کړاو رامنځ ته کړی چې په خوله د بیان وړ نه دی.
په سوریه کې د بشري حقونو څیړونکي کمیسیون په یوه سند کې چې نن خپور شو، په دې هېواد کې د روان کال مارچ میاشتې له پنځلسمې نه د جون تر پنځلسمې پورې د سرغړونو یادونه کړې ده.
کمیسیون وایي، د ملکیانو محاصرو، خلک په میاشتو او کلونو په سخت محرومیت کی ساتلې دي.
د ۲۰۱۱ م کال مارچ میاشتې راهیسې چې په سوریه کې شخړې پیل شوي، تراوسه له دوه لکه او دیرشو زرو زیات انسانان وژل شوي او شاوخو لس میلونه نور مهاجر شوي دي.