په شمالي افريقا کې د القاعدې شبکه وايي د دوى يو جګپوړى مشر مختار بالمختار نه دى وژل شوى

په شمالي افریقا کي د القاعده شبکې څانګې هغه راپورونه رد کړل چې وایي، ددي شبکې جګپوړی مشر مختار بالمختار څو ورځې وړاندې په لیبیا کي وژل شوی دی.

په اسلامي مغرب کي القاعده شبکې د پنجشنبې په ورځ د ټویټر له لارې وویل، بالمختار چې په خالد ابو عباس هم مشهور دی، روغ رمټ او ژوندی دی.

د لیبیا حکومت د جون پر پنځلسمه ویلي و چې په شمالي افریقا او صحرا سیمه کې د وسله والو مهم او اصلی مشر بالمختار د امریکا په هوایي برید کې وژل شوی دی.

د امریکا دفاع وزارت هم تائید کړې وه چې بالمختار یې په نښه کړی و، خو د هغه وژنه یې نه ده تائید کړې.

بالمختار په ۲۰۱۳ م کال د الجزایر د تیلو په یوې ساحه کې د حملې په پلان کولو چې ۴۰ تنه کاریګر په کې وژل شوي وو، تورن دی.

د نوموړې د وژل کیدو راپورونه څو ځلې مخکې هم خپاره شوي وو.