یو جګپوړی ایرانی د سعودي په خبرو کې ګډون کوي

یو جګپوړی ایرانی چارواکی به په سعودي عربستان کې د یمن د شخړې په باب په غونډه کې ګډون وکړي.

د ایران مهر خبري اژانس وايي، د ایران د منځني ختیځ په برخه کې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حسین امیر عبدالهیان به سبا په جده کې د اسلامي همکارۍ د ټولنې په خاصه یو ورځنۍ غونډه کې ګډون وکړي.

له بلې خوا ټاکل شوې ده چې نن په جینوا کې د یمن د درې میاشتني کړکېچ په اړه د ښکېلو خواوو ترمنځ د سولې خبرې وشي.