د پاکستان حکومت د "Save the Children" د دفترونو د تړلو حکم ځنډولی

د پاکستان حکومت د ماشومانو د ساتنې یا سیف د چیلډرین Save the Children د دفترونو د تړلو حکم ځنډولی دی.

دا خبره د یکشنبې په ورځ یوه لوړ پوړي چارواکي کړې او هم هغه په یوه دولتي مکتوب کې افشا شوې ده.

دغه اقدام وروسته له هغې کیږي چې د کورنیوچارو د وزیرهغې ژمنې چې ویلي و، مرستنویه ډله به ځپي، د نړېوالو مرستندویانو اندیښنې راولاړې کړي وې.

پاکستاني چارواکو د جون په یوولسمه د ماشومانو د ساتنې د نړېوالې خیریه موسسې دفترونه وتړل، یوه ورځ وروسته د کورنیو چارو وزیر یو شمېر خیریه موسسې د پاکستان له قوانیونو څخه په سرغړونو تورنې کړي او ویې ویل چې دغه موسسې به وتړل شي. هغه نه د دغو موسسو نوم واخیست او نه یې هم د هغو قوانیونو چې ده ورته اشاره وکړه.

د حکومت په یوه مکتوب چې محرم بلل شوی او کاپي یې د جون په دولسمه رویټرز لیدلي، د حکومت د وروستۍ پریکړې په اړه زیات جزیات نه دي ورکړل شوي.

د کورنیوچارو د وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط هم اسوشیټیډ پرس اژانس ته د حکومت د پریکړې په اړه زیات څه نه دي ویلي.

د پاکستان لپاره د سیف د چیلډرین ویاند سعید احمد وویل، دوی د دغې پریکړې په اړه له حکومته هیڅ څه نه دي اوریدلي.

سیف د چیلډرین له هغه پاکستاني ډاکټر سره تړلې وه چې د سي ای اې له خوا ګمارل شوی و چې د اسامه بن لادن په موندلو کې ورسره مرسته وکړي.

د هغه د همکارۍ په نتیجه کې نوموړی په ایبټ اباد کې ووژل شو.