د سعودي عربستان سترې محکمې نن بلاګ ليکونکي رايف بدوي ته د ۱۰۰۰ دُرو او ۱۰ کاله بند سزا واوروله.
بدوي اسلام ته د سپکاوي په تور محکوم پېژندل شوی و.
بدوي تېر کال محاکمه شو او د جنورۍ مياشتې په نهمه په جده ښار کې د یوه جومات مخې ته ۵۰ واري په دُرو ووهل شو.
وروسته يې د دُرو وهل د روغتيايي ستونزو له کبله وځنډول شول.
د بدوي مېرمنې نن وويل چې دا بېره لري چې د هغه د دُرو وهلو لړۍ به راتلونکې اوونۍ بيرته پيل شي. د سترې محکمې پرېکړه اخري ده او يوازي د پاچا په بخښنه له منځه تلای شي.
بدوي چې د سعودي عربستان د لبرال انترنيتي شبکې ډلې له جوړوونکو څخه دی، د ۲۰۱۲م کال په جون مياشت کې ونيول شو.
د ده پر ويب پاڼه هغه وخت بنديز ولګېد چې د سعودي عربستان د پاچاهۍ پر مذهبي پوليسو يې انتقاد وکړ.
د بدوي قضيه د ټولې نړۍ پر کچه وغندل شوه.