په هلمند کې د ملي اردو د ۲۱۵میوند قول اردو چارواکي وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په کجکي، موسى کلا او ناوې ولسواليو کې د جګړو له کبله ١٨ وسلوال وژل شوي او ١٢ تنه نور ټپيان دي.
د دې قول اردو په يوه خبرپاڼه کې راغلي د ځینو ځانګړو عملیاتو پر مهال ۵ وسلوال په ناوې کي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي او همدارنګه په کجکي ولسوالۍ کې د ورته عملیاتو پر مهال ۷ وسلوال وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د موسى کلا ولسوالۍ په یوشمېر سیمو کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال ۶ نور وسلوال وژل شوي او ۴ټپیان دي.
د ۲۱۵میوند قول اردو مسوولین وايي د ملي اردو سرتیرو ته کوم زیان نه دی رسیدلی او وسلوالو طالبانو هم تر اوسه خپل لوري ته د اوښتي زیان په اړه څه نه دي ویلي.