د اوکراین جمهور رئیس پيترو پوروشینکو وایي، اوکراین به په کریمیا باندي د واک ټینګولو لپاره له هرې ممکنې لارې کار واخلي.
پوروشینکو نن په کییف کې خبریالانو ته وویل:
”له اوکراین سره د کریمیا د بیرته یوځاى کولو لپاره به موږ هره ورځ او هره شېبه له هرې لارې کارواخلو“
روسیې د ۲۰۱۴ م کال مارچ میاشت کې کریمیا الحاق کړه او د اوکراين جمهور رئیس پوروشینکو هوډ کړی چې پر مسکو د بندیزونو ساتلو په اړه به له خپلو نړیوالو متحدانو سره کار ته دوام وکړي.