د افغانستان جمهوررئیس اشرف غني وایي، په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې د دیني علماو ونډه ډېره مهمه ده.
جمهور رئیس غني نن له غرمې مخکې په ارګ کې له یوشمیر دیني عالمانو سره کتنه کې وویل، په ملي مسئلو کې د دیني علماو ونډه ډیره مهمه ده او ټینګار یې وکړ چې د دولت آساسي هدف د مسجد او ارګ ترمنځ د فاصلې لنډول دي.
د افغانستان جمهور رئیس په دې کتنه کې وویل، سولې ته رسیدل د افغانانو اساسي هدف دی او په دې کار کې یې د دیني علماو پر ونډې ټینګار وکړ.
دیني عالمانو له جهوررئیس غني سره کتنه کې وویل، سوله یو الهي امر دی او ټینګار یې وکړ چې په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې د دولت د هلو ځلو ملاتړ کوي.
د افغانستان جمهور رئیس له دیني عالمانوسره کتنه کې دغه راز وویل، دولت سږکال حج ته د تلونکو افغانانو لپاره لازم تدابیر تر لاس لاندې نیولي او د حج او اوقافو وزیر په همدې مقصد دا مهال سعودي عربستان ته تللی دی.