د سرپل امنیتي چارواکې وایې چې د دغه ولایت د سانچارک ولسوالۍ د اوقاف دره زمچي کلی تیره ورځ وسله والو طالبانو نیولې ده.
د سرپل د امنیې قوماندان نورحبیب ګلبهاري رسنیو ته وویل، د سانچارک په اوقاف دره کې د نښتو په نتیجه کې شپږو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ښاغلی ګلبهاري وایې، په دغه نښتو کې دوه تنه د ولسي پاڅونو له ډلي وژل شوي او شپږ تنه یې د وسله والو طالبانو له خوا ژوندي نیول شوي دي.
بل خوا چارواکي وایي، افغان امنیتي ځواکونه اوس مهال د اوقاف دره زمچي کلي په یو نیم کیلومتري کې پراته دي.
د یو بل خبر له مخي د سرپل پولیسو د سرپل او کوهستاناتو ترمنځ په لاره کې څلور د سړک د غاړي ماینونه کشف او خنثی کړي دي.