د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې په پروان ولایت کې یې یوتن سوداګر د سړي تښتونکوله منګلو خوشې کړی دی.
د ملي امنیت عمومي ریاست څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دغه سوداګر یې د پروان د مرکزچاریکار د خلا زايي په سیمه کې د تښتونکو له منګلو راخوشې کړی دی.
اعلامیه زیاتوي چې دغه سوداګرنهه ورځې مخکې د کابل ولایت د قرباغ ولسوالۍ څخه تښتول شوی وو او تښتونکو یې له کورنۍ څخه د درې لکه امریکايي ډالرو غوښتنه کړې وه.
اعلامیه همدارنګه زیاتوي چې د دغه سوداګر د راخوشې کولو پر مهال د تښتونکو سره نښته هم شوې چې په ترڅ کې یې دوه تنه سړي تښتونکي هم له یومیل کلاشینکوف سره نیول شوي دي.