ټاکل شوې ده، چې د سپټمبرپه دریمه په کابل د رکاشپږپه نامه د اقتصادي همکاریو یو کنفرانس جوړ شي.
د افغانستان د سوداګرۍ د خونو عامل مسئول هاشم رسولي ازادي راډیوته وویل، چې په دې کنفرانس کې به د سیمي شل هېوادونه ګډون وکړي چې هدف یې د افغانستان لپاره د اقتصادي همکاریو را جلبول دي.
د ښاغلي رسولي په خبره، د دې کنفرانس پنځم دورتیر کال د تاجکستان په مرکز دوشنبې کې جوړ شوی و.