امریکا د روسيې د وروستي نوي قانون په اړه اندېښنه لري

امریکا وايي، د روسيې د هغه نوي قانون په اړه اندېښنه لري چې پرغيردولتي ادارو به بنديز لګوي که د دوی په وينا غيرمطلوب وي.

ولسمشر ولادیمیرپوتین پرون [شنبه] په روسیه کې، د غیرمطلوبو سازمانونو د فعالیت د محدودولو سند توشیح کړ.

دا سند تیره اونۍ د روسیې د پارلمان دواړو خونو تائید کړی وو.

د دې نوی قانون مخالفان وايي، چې په روسیه کې به د غیر حکومتي سازمانو فعالیت ته شدیده ضربه ورکړي.

د امریکا د کورنيوچارو وزارت وياندې ماري هرف وويل، چې واشنګټن اندېښنه لري چې دا نوی قانون به په روسيه کې د مدني ټولنې کار محدود کړي.

نوی قانون د روسیې څارنوالۍ ته اجازه ورکوي چې بهرني سازمانونه د غیرمطلوبو ادارو په لست کې شامل کړي.

غیرمطلوبې هغو ادارو ته ویل کیږي چې د روسیې دفاعي قابلیت، امنیت، عامه نظم او عامې روغتیا ته ګواښ پيښولای شي.

د قانون پراساس، هغه کسان چې په روسیه کې داسې سازمانونوته کارکوي، جریمه کیدلای او ان په شپږکاله بند محکومیدلای شي.