د فرخندې د قتل دوسيه سبا اړوندې څارنوالۍ ته راجع کېږي

د کابل ابتدایه محکمه وایي، سبا (شنبه) به د فرخندې د قتل دوسیه د غور لپاره اړوندې څارنوالۍ ته واستوي، ترڅو دا دوسیه د تعقیب لپاره استناف محکمې ته وسپارله شي.

د کابل ابتدایه محکمې رییس صفي الله مجددي د جمعې په ورځ آزادۍ راډيو ته وویل ، د دې دوسیې ټول قضایي مراحل بشپړ شوي دي.

په عین حال کې د کابل د جنایې تحقیقاتو رییس وایي، د فرخندې په قتل کې د نورو ښکیلو کسانو د نیولو لپاره هم د دوى هڅې روانې دي.