په لغمان کې د يوه قوماندان پر کور حملې ٣ وسلوال ووژل

په لغمان ولایت کې د سیمه ییز پولیسو د قومندان سید حسین پر کور د وسله والو طالبانو په حمله کې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د لغمان د سرپرست والي ویاند سرحدي ځواک آزادۍ راډیو ته وویل چې وسله والو مخالفانو تیره شپه د عمرزیو سیمه کې د قوماندان پر کور حمله وکړه.

په دي حمله کې د قومندان سید حسین زوى او یوه بله ښځه ټپیان شوي هم دي.

د یو بل خبر له مخې د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کې تیره شپه د افغان سرتیرو او وسله والو مخالفانو ترمنځه نښته کې د وسله والوطالبانو د پنځو سیمه ییزو قومندانانو په ګډون، ۲۷ تنه وسله وال وژل شوي دي.

د پکتیا امنیه قومندان زلمي اوریاخیل ازادي راډیو ته وویل چې د دې ولایت په احمد اباد ولسوالۍ کې درې تنه وسله وال د خپل ماین په چاودنه کې هم وژل شوي دي.

وسله وال طالبان بیا وايي چې په څمکنیوولسوالۍ کې یې ګڼ شمیر افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.