په فاریاب ولایت کې یوې ځوانې ښځې د خپل خاوند د مرګ د خبر په اورېدو سره ځان وواژه.
د دې ولایت د قیصار ولسوال عبدالجمیل ازادۍ راډیو ته وویل، پېښه نن سهار د دې ولسوالۍ په چی چک تو سیمه کې وشوه.
ولسوال وايي، د ښځې خاوند د ملي پولیسو عسکر و او نن سهار په دې ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې ووژل شو.
دغې مېرمنې د خپل خاوند د مړینې د خبر په اورېدو سره ځان وواژه.
د یوه بل خبر له مخې، تېره شپه د دې ولایت په اندخوى ولسوالۍ کې دواده پر مراسمو د لاسي بم په حمله کې لس تنه ټپیان شوي دي.
د اندخوى ولسوال سلطان سنجر ازادي راډیو ته وویل، ټپیان ټول نوي ځوانان دي چې تیره شپه په دې ولسوالۍ کې دواده د مراسمو پرمهال یې پروګرام جوړ کړی و اوحمله پرې وشوه.
سنجر زیاته کړه ، ۷ تنه سربېرن ټپیان شوي، خو د درېیو تنو روغتیايي حالت نازک دی.