په لسګونه تاجکستانيان په افغانستان کې د نورو افراطيانو تر څنګ جنګېږي

د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمیټې رئیس وایي، په لسګونه تاجکستانیان د افغانستان په شمال کې د افراطیانو په څنګ کې جنګیږي.

نصرت الله میرزایف په دې وروستیو کې ویلي، د دې وسله والو شمیر دیرشو ته رسیږي.

راپورونه وایي، میرزایف د افغانستان د شمال په اړه اندیښمن دی.

له بلې خوا د افغانستان د بدخشان ولایت سرپرست والي شاولې الله ادیب آزادي سره خبرو کې ددي ولایت په ځینوبرخو کې د تاجکستانې وسله وال موجودیت تائید کړ او وایي:

«د ازبکستان، تاجکستان او چیچنیا په ګډون ، د بیلا بیلو هیوادونو اتباع دلته شته دي».

راپورونه وایي، د تاجکستان د ملي امنیت دولتې کمیټې رئیس دغه راز ویلي، یوازې د روان میلادي کال له پیل راهیسي افراطي ډلو تر اوسه د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې څلویښت تروریستي حملې کړې دي.

د میرزایف په وینا، په دي تروریستي حملو کې ۱۵۰ تنه ملکیان وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپیان دي.