آوکراین وايي، له روسیې سره په جنګ کې دی

د اوکراین ولسمشر پیترو پورشینکو وايي هیواد یې اوس له روسیې سره په حقیقي جګړه کې ښکېل دی او اوکراین باید د روسیې حملې ته تیار واوسي.

پیتروپورشینکو پرون بي بي سي ته په مرکه کې، چې نن خپرېږي، وویل چې د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین باور نه لري.

ده په عین حال کې وویل چې له پوتین سره له خبرو پرته بل انتخاب هم نه لري.

پیترو پورشینکو اندېښنه ښکاره کړه چې د اوکراین ختیځې برخې به یوازې له پوځي لارې له بېلتون غوښتونکو څخه بېرته ونه نیولی شي نو فکر کوي چې دیپلوماسي او خبرې د دې مسلې یوازینۍ لار ده.