په شمالي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکو ۴وسله وال وژلي دي

راپورونه د چارواکو له خولې وايي، چې په شمالي وزیرستان کې د دوشنبې په ورځ د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په یو برید کې څلور وسلوال وژل شوي دي.

برید د دته خیلوپه سیمه کې شوې چیرې چې د جون له میاشتې راهیسې پاکستاني ځواکونو عملیات کوي.

د فرانسې خبري اژانس د دوو امنیتي چارواکو له خولې چې نومونه یې نه دي یاد شوي ویلي چې په برید کې څلورتنه وسله وال وژل شوي، خو د وسله والو د هویت په اړه یې څه نه دي ویلي.

په ځینو راپورونو کې د وژل شویو کسان شمېرشپږ هم ښودل شوي دي.

دا چې د شمالي وزیرستان سیمې ته ژورنالستان ډیر محدود لاس رسی لري نو په خپلواکه توګه د داسې بریدونو د مرګ ژوبلې دقیق شمېراو د وژل شویو هویتتاییدول ستونزمن دي.