د عراق د انبار ولایت مرکز رمادي پرون د اسلامي دولت ډلې یا داعش لاس ته ورغی او د دې ډلې وسله والو د امریکا د پوځ له هوايي ملاتړ سره سره عراقي ځواکونه له دې ښاره واېستل.
د انبارد والي یوه ویاند مهاناد هایمورپرون د رمادي ښار سقوط اعلان کړ او ویې ویل چې دا ښار په بشپړډول د داعش د وسله والو لاس ته ورغلی او حالت په تدریجي ډول په خرابېدو دی.
ویاند زیاته کړه، چې پوځي ځواکونه له ښاره د وتلو په حال کې دي.
اسلامي دولت ډلې په یوه بیان کې چې پر انټرنېټ یې خپورکړی، ویلي چې د دوی وسله والو پر رمادي بشپړ کنټرول ټینګ کړی دی.
په بیان کې ویل شوي چې د اسلامي خلافت سرتېرو پر اتمه لوا له حملې وروسته ټول ښارتصفیه کړی دی.
بیان زیاتوي چې د داعش وسله والو د ټانک کنډک، د توغندیو قطعه او د انبارد عملیاتو قرارګاه نیولې دي.
پرانټرنېت په خپرو شویو تصاویرو کې عراقي سرتېري لیدل کېږي چې له خپلو هوموي موټرو او ټانکونه او پوځي تجهیزاتو سره له رمادي څخه د وتلو په حال کې دي.
پرون له دې مخکې د عراق صدراعظم حیدرالعبادي عراقي پوځي ځواکونو ته امر وکړ، چې انبار ولایت اسلامي دولت ډلې یا داعش ته پرې نه ږدي.