له هلمند ولایت څخه راپورونه وايي چې د دې ولایت پرمقام د حمله کوونکو وسله والو له ډلې یوتن وژل شوی او یو بل لاهم مقاومت کوي.
د دې ولایت د ایمرجنسي روغتون نوکریوال ډاکټرازادي راډیو ته وویل چې دوی ته د پيښې له ځایه ۷ جسدونه ور وړل شوي چې درې پولیس او پاته یې ملکي وګړي دي او همدارنګه شپږټپیان چې پولیس هم په کې شامل دي ور وړل شوي دي.
په وژل شوو کسانوکې د هلمند ولایت د ولسي پولیسو مشر د دې ولایت د حج اوقافو د رییس زوی او موټرچلونکی هم شامل دی.
نن سهارشاوخوا لس بجې دوو تنو وسله والو چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وو د دې ولایت جامع جومات ته چې د دیني علماو غونډه هم روانه ننوتل او له هغه ځایه یې پر ولایت مقام ډزې پيل کړي.
وسله والو طالبانو تردا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.