د جګړو له کبله له کندوزه صادرات ٦٠ فيصده کم شوي

په کندوز ولايت کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي،چې په دې لایت کې د وروستیو جګړو له کبله د سوداګرو کار وبار زيانمن شوى دى.

دوى وايي له دې درکه د ولایت صادرات ٦٠ فيصده کم شوي دي.

د دې خونې مسوولين وايي،که حالت په همدې ډول ادامه پیدا کړي نو احتمال لري چې سوداګر له ډیر ستونزو سره لاس او ګریوان شي.

اجمل ارين ورباندې راپور برابر کړى دى

Your browser doesn’t support HTML5

د اجمل ارين راپور