د امريکا ملي ديموکراتيک انستيتيوت، د کندهار ولايت اوسېدونکې خالدې نوري ته د هغې د فعاليتونو له کبله معتبره جايزه ورکړه.
٢٤ کلنې خالدې نوري ته دغه جايزه ځکه ورکړل شوه، چې د وسلوالو طالبانو د ظهور په سيمه کندهار کې يې ښځو او نجونو ته په سياسي، ټولنيز، اقتصادي او اداري برخه کې د پرمختګ زمينه برابره کړې ده.
هغې چې په واشنګټن ډي سي کې د ٢٥زرو ډالرو په ارزښت دغه جايزه ترلاسه کوله، وويل چې په کندهار کې د کارګرو ښځو په نامه تعليمي ټولنې په مرسته چې دا يې مشري کوي، زياتو ښځو او نجونو ته زمينه برابره شوې چې زده کړه وکړي او وروسته ورته په دولتي دارو کې د کار زمينه برابره شي.
هغې وويل چې د ښځو د بسياينې او غښتلتيا لپاره کار کوي، چې دوى پياوړې شي او وتوانېږي په خپلو پښو ودرېږي.
خالده نوري وايي هغه ښځې چې د دې له تعليمي ټولنې فارغې شوي د دوى له طريقه په دولتي دارو کې ورته د کار زمينه برابره شوې او اوس په يوازې سر د کور نفقه برابرولاى شي.
مېرمن نوري ته د جايزې ورکولو په مراسمو کې چې په واشنگټن ډي سي کې برابر شوي وو، د افغان ولسمشر مېرمنې رولا غني هم ګډون کړى و.
مېرمن غني په خپلو خبرو کې وويل چې افغان ښځې کمزورې نه بلکې زيارکښې، غښتلې او زړورې دي:
”په لومړيو شپږو مياشتو کې چې د افغانستان د لومړۍ مېرمنې په توګه مې مسوولت واخيست، د افغانستان له بېلابېلو برخو کې د ښځو له شا خوا درې سوه ټولنو سره کتلي او ډېر څه مې ترې زده کړي هغه دا چې له مصيبت او فشارونو سره- سره څنګه په عزت ژوند وکړو“
د مدلين البرايت جايزه هر کال په ټوله نړۍ کې هغو ښځو ته ورکول کېږي چې په ټولنه کې د ښځو د پياوړتيا لپاره يې د پام وړ کار کړى وي.
تر دې مخکې د افغان هوايي ځواک پيلوټې نيلوفر رحماني ته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا د زړورتيا جايزه ورکړل شوې وه.