د دوو سفیرانو په ګډون، لږ ترلږه اوه کسان نن هغه مهال مړه شول چې د پاکستان يو پوځي هلیکوپتر په ګیلګیت سیمه کې نسکوره شوه.
د پاکستان د پوځ ویاند عاصم باجوا وایي، په وژل شویو کې د الوتکې درې تنه عمله، په پاکستان کې د ناروې او فلیپين سفیران او د مالیزیا او اندونیزیا د سفیرانو میرمنې شاملې دي.
په دې پيښه کې د پولنډ او هالنډ سفیران ټپیان شوي دي.
ډپلوماتان په ګلګیت کې د سکي لپاره د نویو جوړو شویو تاسیساتو د پرانيستلو په مراسمو کي د ګډون په مقصد روان وو.
د پاکستان صدراعظم نواز شریف په یوې بلې الوتکه کې دغه ځاى ته سفر کاوه.
شریف د پیښې د خبر په اوریدو بیرته اسلام آباد ته ستون شو.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف په یوه بیان کي وویل، هلیکوپتر د تخنیکي عوارضو له امله نسکوره شوې.
ده په دي پيښه کي هر ډول ترورویستي فعالیت رد کړ.