کریمي: د ملکي مرګ ژوبلي د مخینوي په هدف باید یوه پالیسي ترتیب او عملي شي

د ملکي وګړو د خوندیتوب په نوم د مدني ټولنې یو ګروپ وايي چې په هېواد کې د ملکي مرګ ژوبلي د مخینوي په هدف باید یوه چټکه پالیسي ترتیب او عملي شي.

د دې ټولنې غړې کریمه کریمي نن په کابل کې د یوې خبرې ناستې پرمهال وویل چې د دې پالیسي په پلي کېدو سره به د ملکي خلکو ژوند خوندي شي.

پر همدې مهال د بشري حقوقو سازمان هم وايي چې افغان حکومت باید په هېواد کې د ملکي مرګ ژوبلي د مخنیوي لپاره یوه جامع پالیسي رامنځته کړي.