د نیپال د کورنیو چارو وزارت وایي، په دي هیواد کي د وروستۍ زلزلې له امله د مړیو شمیر ۶۲۰۰ ته رسیدلی دی.
د نیپال د مالیې وزیر رام شاران مهات وایي، هیواد یې د کورونو او دفترونو د بیا رغاونې لپاره لږ ترلږه دوه میلیارده ډالرو ته اړتیا لري. ده د نړیوالو مرستندویانو د مرستې غوښتنه وکړه.
ملګرو ملتونو ویلي، د اپریل د ۲۵ مې زلزلې له امله اته میلیونه نیپالیان زیانمن شوي، شاوخوا دوه میلیونه خلک په راتلونکو درېیو میاشتو کې خیمو، اوبو او خوراکي موادو ته اړتیا لري.
په روانې اوونۍ کې د نیپال صدراعظم سوشیل کویرالا ویلي وو چې د مړیو شمیر ممکن لسو زرو ته پورته شي.
په عین حال کې د نیپال ګاونډیانو هند اوچین د مرستو هلې ځلې زیاتې کړې دي. چین نیپال ته د ژغورنې درې سوه کسیزه ډله استولې او د لسو میلونو ډالرو مرسته یې کړې ده.
د هند حکومت نیپال ته د ژغورنې ۹۵۰ کسان استولي او له ۴۰۰ ټنو زیات مواد یي هم د هوا له لارې بیلا بیلو برخو ته رسولي دي.