نیپال: له ورانو شوو ودانیو څخه یو ۱۵ کلن هلک ژغورل شوې دی

د نیپال چارواکي وايي؛ د وروستۍ زلزلې له امله له ورانو شوو ودانیو څخه يې نن یو پینځلس کلن هلک ژوغورلی دی.

د پولیسو ویاند کمال سینګ وویل؛ دا هلک د هلتون په نوم د یوه میلمستون له ورانې شوې ودانۍ څخه چې پینځه ورځې په کې بند پاتې و، ویستل شوی دی.

ځینو رسنیو بیا د دغه هلک عمراتلس کاله ښودلی دی.

د پولیسو یوه بل مقام چې د ژغورولو د چارو مشري کوي، خبریالانوته وویل:

″دا لومړی ځل دی چې موږله ۱۴۴ ساعتونو وروسته یو کس ژوندی راوباسو.

فکر کوم دا د نړۍ په سطحه یوه استثنايي پیښه ده چې دی یوې ړنګې شوې ودانې له پاتې شونو څخه یو کس ژوندۍ ایستل کیږي.″

په همدې حال کې د نیپال چارواکي وايي؛ د وروستۍ زلزلې د مړو شمېرله پینځه نیم زرو او د ټپیانو شمېرله یوولس نیم زرو پورته شوی دی.