ياڅينيوک: چرنوبيل اټومي تاسيساتو ته نژدې بل شوى اور کابو شوى

د اوکرایین صدراعظم ارسیني یاڅینیوک وایې د اور وژنې ډلو د هغه ځنګله اور کابو کړی چې د چرنوبیل اټومي تاسیساتو ته نژدې بل شوی وو .

پدغه سیمه کې پخوا د چرنوبیل اټومي بریښنا کوټ فعال وو .

د اوکرایین صدراعظم نن د کابینې په غونډه کې وویل چې د اور لمبې کنټرول شوي او د تشعشع اندازه نورماله ده:

"زه غواړم هر یوه ته ډاډ ورکړم چې وضعیت تر کنټرول لاندي دی او زموږ د بیړنیو حالاتو اداره په ډیره فعاله توګه کار کوي چې د اور لمبي کابو کړي. درې الوتکي ، یوه هلیکوپتر او څو نور وسایط ځای پرځای شوي دي او د پام وړ ځواکونه چې د کورنیو چارو وزارت کسان هم پکښي شامل دي ، د اور لمبو د خپرېدو د مخنیوي لپاره ګمارل شوي دي"

دا اورلګیدنه په یوه داسي څنګله کې شوې چې لا هم د ۱۹۸۶ کال د چرنوبیل پیښي له کبله په راډیو اکتیف موادو ککړه ده او لدې سره په اوکرایین او ګاونډي بیلاروس کې د اټومي وړانګو د ډیریدو ویره راپورته شوه ، ځکه بادونو وړانګي ۲۰ کیلومتره وړاندي وړي دي .

ارسیني یاڅینیوک دا پیښه له ۱۹۹۲ کال راهیسې تر ټولو لویه اورلګیدنه یادوي .

د ۱۹۸۶ کال د اپریل پر ۲۶ د چرنوبیل په څلورم ریکتور کې د یوې چاودنې له کبله اور ولګید او راډیو اکتیف مواد یې ټولې اروپا ته خپاره شوه چې ویل کیږي هغه مهال نژدې پنځه میلیونه کسان ترې اغیزمن شوه .

دغه ویجار ریکتور په یوه کانکریټي مانع پوښل شوی دی . اوس دغې سیمې ته د فلزي پوښښ د جوړیدو کار دوام لري چې تمه ده د ۲۰۱۷ کال تر وروستیو پوري بشپړ شي . دا پروژه د اوږدې مودې لپاره څنډول شوی وه .