په قزاقستان کې د جمهوري رياست انتخابات وشول

د قزاقستان د انتخاباتو مرکزي کمیسون ویلي چې د نن مازدیګر تر څلورو بجو لږترلږه 82 فیصده کسانو رایې ورکړې دي. د رایېو مرکزونه به د قزاقستان په وخت، د نن د ماخوستن تر اتوبجوپرانیستي وي.

په اروپا کې د امنیت او همکارۍ سازمان د انتخاباتي څارنې د ماموریت مشرې کورین جونکر نن په استانه کې د رویټرز خبریال ته وویل: موږ یوازې د انتخاباتو دورځې په اړه څارنه نه کوو ځکه دا ورځ لا پاي ته نه ده رسیدلې. قضاوت کولو ته لا وخت شته. موږ به تر ټاکنو مخکې او وروسته حالات وڅیړو .

د قزاقستان حکومت د اپوزیسیون ټول مشران تر فشار لاندې کړي او رسنۍ په ډیر دقت څاري او داسې ګڼل کیږي چې ولسمشر نورسلطان نظربایف به د پینځمې پرله پسې دورې لپاره وټاکل شي.

نورسلطان نظربایف 74 کلن او له تیرو 25 کلونو راهیسې د قزاقستان ولسمشر دی.

ولسمشر نظربایف نن د قزاقستان په استانه کې د خپلې رایې تر اچولو وروسته ، خبریالانو ته وویل: زه ډاډ لرم چې د قزاقستان خلک به تر هرڅه مخکې د خپل هیواد پرمختګ او ښه ژوند لپاره رایې ورکوي. دوهم ، خلک به د دولت ثبات او د هغو پالیسیو ملاتړ ته رایې ورکړي چې زما تر رهبرۍ لاندې، په دې هیواد کې عملې شوې دي.

د ولسمشر نظربایف په وړاندې دواړه کاندیدان ډیر پيژندل شوي کسان نه دي.