په جلال آباد ښار کې د مدنې ټولنې سلګونه فعالانو، د قومي شوراګانو غړو او عام خلکو د پرونۍ خونړۍ حملې په اړه اعتراض وکړ.
له سیمې څخه د آزادي راډیو خبریال وایي چې اعتراض کوونکي د پرونۍ حملې په ځای کې راټول شوي وو او له حکومته یې وغوښتل څو د دغې حملې پلانونکي د قانون منګلوته وسپاري.
اعتراض کوونکو ویل چې حکومت باید ددې زیاتې مرګ ژوبلې له امله ملي ماتم اعلان کړی وای.
په جلال آباد کې پرونۍ مرګوني حملې ۳۴ کسان ووژل او ۱۲۵ نور یې ټپیان کړل.