د هلمند پر کجکي بند د درېيم توربين د لګولو چارې پيل شوې

د کجکي د برېښنا فابریکې د درېیم توربین د تړلو چارې په رسمي ډول پیل شوې، خو د کجکي ولسوالۍ ته غزېدلې لار لا هم اکثره وخت د وسلوالو په ولکه کې وي.

د کجکي دولتي مامورین وايي د ناامنیو له امله په میاشتو- میاشتو لښکرګاه ته نه شي تللی.

د کجکي خلک وايي سره له دې چې د ذوالفقار عملیات وشول، خو هلته د موجودو وسلوالو او داعش د فعالیتونو له امله شاید د دې پروژې چارې له ستونزو سره مخامخ شي.

د کجکي د برېښنا فابریکې د کارونو او په کجکي کې د موجود امنیتي حالت په اړه الياس داعي راپور رالېږلى

Your browser doesn’t support HTML5

د محمد الياس داعي راپور