په کريميا کې د پنځو ټلويزيوني چينلونو پر خپرونو بنديز ولګول شو

د اوکراين د کريميا سيمې په يفپاتوريا ښار کې د کېبل تلويزیون وړاندې کوونکي د پنځو اوکرایني تلويزيونو خپرونې د ليدونکو پر مخ بندې کړي دي.

د ايلاس کېبل چلوونکي له خوا پرون د ۲+۲، فرسټ ناسيونال، ايس ټي بي، اوکراین او اينټر فيلم تلويزيوني چينلونه بند شوي دي ځکه چې له روسي حکومت سره ندي ثبت شوي.

د اوکراين انټر پلس يوازینی تلويزين دی چې اوسمهال په يفپاتوريا کې ليدل کېدای شي.

د روانې مياشتې په سر کې، په کريميا کې روسي چارواکو د کريميا تاتار ژبې تلويزيون چينل ATR بند کړ. دا له هغه وروسته چې دغه تلويزيون تر بیا بیا غوښتنې وروسته، ونه کړای شو چې ثبت شي.

د بخښنې نړيوال سازمان د ATR او نورو د کريميا تاتار رسنيو تړل د اداري پروسې په بڼه د بيان پر ازادۍ يوه حمله او د خپلواکو رسنيو د ځپلو هڅه بللې ده.