د ″لته بند″ له لارې د کابل- سروبي د لویې لارې د پخولو کار پیل شو

د لته بند له لارې د کابل- سروبي د لویې لارې د اساسي رغونې او پخولو کار پرون پیل شو.

دا سړک به چې اوږدوالی یې شاوخوا ۵۲ کېلومترو ته رسېږي په دوو پړاوونو کې ورغول شي.

افغان چارواکي وايي چې د کابل- لته بند د لویې لارې له جوړېدو سره به ختیځو ولایاتو او له هغه ځایه پاکستان ته د ترانزیتي مالونو په لېږد کې اسانتیا رامینځ ته شي.

د فوایدعامې وزارت د چارواکو په وینا د دې لویې لارې د رغونې پر لومړي پړاو څه کم یو میلیارد افغانۍ لګښت راځي چې د افغان حکومت له بودجې څخه ورکول کېږي.

د چارواکو په وینا د دې لویې لارې د رغونې قرارداد د نوید نوري سالم په نوم افغاني شرکت ته ورکړل شوی دی.