په ازربایجان کې د بشري حقونو یومخکښ فعال په بند محکوم شو

په ازربایجان کې د بشري حقونو یومخکښ فعال په ۶ نیم کاله بند محکوم شو.

ویل کیږي چې نوموړی د سیاسي انګیزو پربنسټ محکوم شوی دی.

د باکومحکمې رسول غفاروف د مالیي د نه ورکولو، له خپلې دندې د ناوړه استفادې او په ځینو نورو مالي قضیو کې د لاس لرولو په تورن زندان ته استولی دی.

غفاروف پرځان لګیدلي تورونه رد کړي او وايي چې پرده لګیدلي تورونه سیاسي انګیزه لري.