افغانان وايي داعش ښايي په افغانستان کې د طالبانو ځاى ونيسي

یو شمېر افغانان وايي چې په افغانستان کې د داعش یا د اسلامي دولت د وسله والې سخت دریځې ډلې نفوذ د زیاتېدو په حال کې دی او ممکن د طالبانو ځای ونیسي خو امریکايي چارواکي وايي چې داعش لا په هغه حد کې نه ده چې په افغانستان کې دې جدي خطر وزېږوي.

د اوبو او انرژۍ پخوانی وزیر یو له هغو کسانو څخه دی چې په خپل هیواد کې د داعش د نفوذ پر زیاتېدو اندېښمن دی.

په دې اړه نور جزییات عصمت څاروان په یوه راپور کې اوروي.

Your browser doesn’t support HTML5

د عصمت څاروان راپور