هلمند کې دولتي مامورينو د ځمکې د نومرو لپاره خولې ګنډلي

په هلمند ولايت کې یوشمېر دولتي مامورینو خپلې خولې ګنډلي او له حکومت څخه د نومرو غوښتنه کوي.

دوی وايي تر هغو چې د دوی حقوق ورنه کول شي د نه خوړلو له اعتصاب څخه به لاس وانخلي.

د هلمند دولتي چارواکي د نومرو د وېش کار یوه او بل ته غورځوي او په دې اړه له رسنیو سره له خبرو ډډه کوي.

خو د ولایتي شورا رئیس ازادۍ راډيو ته ویلي چې د مځکو غصب او د مامورینو نومري والي او لوړپوړو چارواکو ته ورکول شوي دي.

الياس داعي راپور برابر کړى دى

Your browser doesn’t support HTML5

د محمد الياس داعي راپور