په هرات ولایت کې د ازاد شطرنج سیالۍ نن رسما پیل شوې

په هرات ولایت کې د ازاد شطرنج سیالۍ نن رسما پیل شوې ده.

په افغانستان کې د شطرنج فدراسیون د نظارت مسول عبدالخالق ویس ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې په دغه سیالیو کې به د شطرنج ۷۰ لوبغاړي په ۷ پړاونو د ۷ ورځو لپاره سیالۍ وکړي.

د نوموړي په خبره دغه مسابقې د بیک بیرکمپنۍ له خوا په هرات ولایت کې ترسره کیږي.

ده زیاته کړه چې د دغه مسابقو ګټونکي ټیم ته به د دغه کمپنۍ له خوا یو لړ سوغاتونه هم ورکړل شي.